factograf
PS

قرطبه د اندلس اسلامي تاريخ سره تړلی د اسپانيا يو ښار

کوردوبا

کوردوبا

Key facts

د وگړو شمېر۳۲۳٬۲۶۲
سيمه۱٬۲۵۳km²
هېواداسپانیا
پلازمېنهCórdoba
د سمندر له سطحې جګوالی۱۲۰m
لويه وچهاروپا

کوردوبا چې بل نوم يې قُرطَبه هم دی (اسپانيايي ژبه: Córdoba‎)، عربي ژبه: قرطبة‎،(انګليسي ژبه: Cordova‎) د اندلس د اموي واکمنو پلازمېنه او لرغونی ښار دی، چې اوسمهال په اسپانيا کې موقعيت لري او د کوردوبا ايالت پلازمېنه ګڼل کيږي.

دا ښار د اسلامي تاريخ او تمدن يو مهم يادګار ګڼل کيږي. مسلمانانو په دې ښار کې لوړ او ښکلي جوماتونه جوړ کړي چې يو د هغې ډلې د قرطبې جامع جومات دی چې د عبدالرحمن الداخل له لوري چې په اندلس کې د اموي کورنۍ بنسټ اېښودونکی ګڼل کيږي په ۱۷۰ سپوږميز کال د دمشق جامع جومات په بڼه جوړېدو بنسټ کېښود. ښار په عمده توګه د اېبيريا ټاپو وزمې په سوېل کې د ګوادالکويير په ښي څنډه کې پروت دی. يو وخت د روم تر استعمار لاندې وو، وروسته دا د ویزیګوتیک سلطنت لخوا ونیول شو او په اتمه پېړۍ کې د مسلمانانو له خوا فتحه شوه. کوردوبا دا وخت د قرطبې امارت چې وروسته د قرطبې په خلافت بدل شو پلازمېنه شوه۱۰۳۱ کال پورې ترڅو چې اموي کورنۍ په اندلس واکمنه وه، قرطبه د هغه ځای پلازمېنه وه. د اموي کورنۍ پرمهال کوردوبا په اندلس کې د زده کړې يو ستر مرکز باندې بدله شوه، او په لسمه پېړۍ کې د اروپا لسم لوی ښار وګرځېد.

اقتصاد

دا ښار د اسپانيا يو له مهمو اقتصادي ښارونو ګڼل کيږي چې پکې د څرمن جوړولو، کاغذ جوړولو، غوړو جوړولو او خوږې جوړولو کېمياويي فابريکې موجودې دي.

انځورونه

د جومات د پايوو انځورونه
د جومات د پايوو انځورونه
د جومات مرکزي ګونبد
د جومات مرکزي ګونبد
د سان سیباستیان روغتون
د سان سیباستیان روغتون
سينټ بارتلومي کليسا (شاوخوا 1410[۳۸])
سينټ بارتلومي کليسا (شاوخوا 1410)
کوردوبا کنيسه
کوردوبا کنيسه
د الکازار عيسايي پاچايانو باغونه
د الکازار عيسايي پاچايانو باغونه
الکازار باغونه
الکازار باغونه
جامع کليسا جومات
جامع کليسا جومات
په سانتا ماریا، کورډوبا کې د سړک صحنه
په سانتا ماریا، کورډوبا کې د سړک صحنه
کردوبا رومي پول
کردوبا رومي پول
له پوېنټې رومانو څخه د کوردوبا سيندغاړې منظره
له پوېنټې رومانو څخه د کوردوبا سيندغاړې منظره
کوردوبا رومي معبد
کوردوبا رومي معبد
12 images

Read next

In 120 languages

Text from Wikipedia, CC BY-SA 4.0 · Source article