هارورډ پوهنتون د متحده ایالاتو د میساچوسټس په کیمبرج سیمه کي د آیوي لیګ اړوند یو خصوصي څیړنیز پوهنتون دی. دا پوهنتون د ۱۶۳۶ کال د اکتوبر پر ۲۸ نېټه رامنځته سو او د مذهبي پادری جان هارورډ نوم یې خپل کړ. په متحده ایالاتو کي دا پوهنتون د لوړو زده کړو ترټولو زړه اداره ګڼل کيږي، او د نفوذ، شتمنۍ او درجه بندۍ له مخي د نړۍ یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی.
هارورډ په حکومتي کچه د میساچوسټس د عمومي محکمې لخوا تاسیس او تصویب سو، چي په متحده ایالاتو کي د استعماري دورې پر مهال د میساچوسټس بې کالوني واکمنه مقننه قوه وه. دا پوهنتون که څه هم په رسمي ډول د کومي فرقې سره تړاو نه درلود، خو لومړی یې د جماعت پادریانو ته روزنه ورکړه، او وروسته یې نصاب او د زده کونکو اداره په تدریجي ډول په اتلسمه پیړۍ کي سیکولر سول.
په ۱۹ پیړۍ کي هارورډ پوهنتون د بوسټن د اشرافو په منځ کي د ترټولو مهم پوهنیز او کلتوري ادارې په توګه راڅرګند سو. د امریکا تر کورنۍ جګړې راوروسته د هارورډ د مشر چارلس ویلیم ایلیوټ د ۱۸۶۹ څخه تر ۱۹۰۹ پوري د خپلي اوږدې مودې په لړ کي د هارورډ څو مسلکي ښوونځي رامینځته کړل، چي له امله یې دا ځای په یو عصري څیړنیز پوهنتون بدل سو.
هارورډ پوهنتون لس اکاډمیکي پوهنځۍ لري چي یوه پوهنځۍ یې د هارورډ راډکلیف انسټیټیوټ سره تړلې ده. په دې پوهنتون کي د هنرونو او علومو پوهنځی د لیسانس او فراغت په پراخه کچه په اکاډمیکو څانګو کي زده کړي وړاندي کوي، او نوري پوهنځۍ یې د مسلکي درجو په ګډون د فراغت تر کچي زدکړي وړاندي کوي. هارورډ پوهنتون درې غولي لري:
لمړی غولۍ چي په ۲۰۸ جریبه کي جوړ او مرکز یې د کیمبرج په هارورډ یارډ کې دی.
دویم غولی یې د بوسټن د آلسټون په ګاونډ کي د چارلس سیند په اوږدو کي پروت دی.
دریم غولی د بوسټن په لانګ ووډ طبي سیمه کي پروت دی.
د هارورډ ونډي چي ارزښت یې ۵۰.۷ میلیارده ډالره دی، په نړۍ کي تر ټولو شتمنه پوهنیزه اداره په واک کي لري. همدارنګه د هارورډ کتابتون چي له ۲۰ ملیون څخه زیات کتابونه لري، د نړۍ ترټولو لوی اکاډمیک کتابتون بلل سوی دی.
په نړیواله کچه د هارورډ پوهنتون ۱۸۸ ژوندي میلیاردران ، ۸ امریکایي ولسمشران ، ۲۴ د دولت مشران او ۳۱ د حکومت مشران فارغه کړي دي. ددې ترڅنګ د پام وړ شرکتونو بنسټ ایښودونکي، د نوبل جایزې ګټونکي ، د ساحو مډال ګټونکي، د کانګرس غړي ، د مک ارتور غړي ، روډز پوهان ، د مارشل پوهان ، د ټورینګ جایزې ترلاسه کونکي ، د پولیټزر جایزې ترلاسه کونکي او د فولبرایټ پوهان هم په دې لړۍ کي راځي. د ډیرو معیارونو له مخي هارورډ پوهنتون دا وخت په نړۍ د غوره پوهنتونونو په ډله کي راځي. د هارورډ پوهنتون زده کونکو او پخوانیو محصلینو په ګډه ۱۰ د اسکار جایزې او ۱۱۰ د اولمپیک مډالونه ګټلي دي، چي ۴۶ یې د سرو زرو مډالونه دي.