نیکولای الکساندروویچ بردیایف (د ۱۸۷۴ کال د مارچ له ۱۸ [ په جولیان جنتري کې د مارچ ۶] – د ۱۹۴۸ کال د مارچ تر ۲۴) یو روسی فیلسوف، الهیات پوه او عیسوي هستي پال ؤ، چې د انساني آزادۍ او د انساني شخص پر هستي پاله معنوي اهمیت باندې یې ټینګار کاوه. په انګلیسي کې د هغه د تخلص بدیلې تاریخي املاګانې "Berdiaev" او "Berdiaeff" همدارنګه د نوم یې "Nicolas" او "Nicholas" دي.
ژوندلیک
نیکولای بردیایف په ۱۸۷۴ کال کې د کیف ولایت په اوبوخوو (د اوکراین اوسنی اوبوخیف) کې په یوه اشرافي نظامي کورنۍ کې زیږېدلی. پلار یې، الکساندر میخایلوویچ بردیاف د روسیې د اشرافو له یوې اوږدې لړۍ څخه دی. د الکساندر میخایلوویچ تقریباً ټولو نیکونو د لوړ پوړو نظامي افسرانو په توګه خدمت کړې، خو هغه ډېر ژر له پوځ څخه استعفا ورکړه او د اشرافو په ټولنیز ژوند کې فعال شو. د نیکولای مور، الینا سرګیونا بردیایوا، نیمه فرانسوۍ وه او د فرانسې او روسیې له لوړ پوړو اشرافو څخه وه. ده پولنډي او تاتاري اصل او نسب هم درلود.
بردیایف د فکري مسلک پرېکړه وکړه او په ۱۸۹۴ کال کې یې کیف پوهنتون ته لاره ومونده. د محصلینو او ړون آندو ترمنځ د سختې انقلابي لېوالتیا دوران ؤ. هغه مارکسیست شو او د محصلینو په لاریون کې ونیول شو او له پوهنتون څخه وشړل شو. په غیرقانوني فعالیتونو کې د هغه ښکېلتیا د دې لامل شوه چې په ۱۸۹۷ کال کې د شمالي روسیې وولوګدا ته درې کاله داخلي جلاوطن شي.
د "روح ګلوونکي" په نوم د ۱۹۱۳ کال یوې تودې مقالې د روسیې د ارتودوکس کلیسا په سپېڅلې شورا باندې چې د تزاري سرتېرو په کارولو سره یې په اتوس غره کې د امیاسلاوي روسي راهبان سخت تصفیه کول، انتقاد وکړ، دا انتقاد د دې لامل شو چې هغه د کفر ویلو په جرم تورن شي، چې سزا یې د ټول عمر لپاره سایبریا ته جلاوطني وه. نړیوالې جګړې او بلشویک انقلاب محکمې ته د دې مسئلې د تلو مخه ونیوله.
د بردیایف ناراضتوب په ۱۹۱۹ کال کې د خپلې شخصي اکاډمۍ، "د روحاني کلتور آزاده اکاډمي" په بنسټ اېښودلو سره پای ته ورسېد. یاده اکاډمي په اصل کې د هغه لپاره د نظر د تبادلې ځای ؤ چې د ورځې په تودو موضوعاتو باندې وینا ورکړي او د عیسويت له نظره یې وړاندې کړي. نوموړي په عامه ویناوو کې هم خپل نظرونه وړاندې کول او اکاډمي هره سه شنبه د هغه په کور کې د غونډې کوربه وه، ځکه چې د شوروي د دین ضد رسمي فعالیت په هغه وخت کې شدید ؤ او د بلشویک حکومت رسمي سیاست د شوروي د دین ضد خپل قوانینو سره، دولتي الحاد ته په کلکه وده وکړه.
بردیایف په ۱۹۲۰ کال په مسکو پوهنتون کې د فلسفې استاد شو. هغه په همدې کال کې د حکومت پر ضد په یو دسیسه کې په برخه اخیستلو تورن شو؛ ونیول شو او زندان ته واچول شو. د چېکا ډار شوی مشر، فېلېکس دزرژینسکي شخصاً د هغه د څېړنې لپاره راغی او خپل څېړونکي یې د بلشویزم سره د ستونزو په اړه کلک وراټه. ناول لیکونکی الکساندر سولژنیتسین په خپل کتاب د سیاسي زندان مجمع الجزایر (The Gulag Archipelago) کې دا پېښه داسې نقل کوي:
[بردیایف] دوه ځله ونیول شو. هغه په ۱۹۲۲ کې دزرجینسکي سره د نیمې شپې څېړنې لپاره یوړل شو؛ کامنیف هم هلته ؤ.... خو بردیایف خپل ځان سپک نه کړ، زاری یې ونه کړې، هغه په کلکه د اخلاقي او دیني اصول یې اعلان کړل چې له امله یې واکمن ګوند ته غاړه نه اېښودله؛ نه یوازې دا چې دوی قضاوت وکړ چې د هغه په محاکمه کولو کې هېڅ کټه نشته، بلکې هغه خوشې شو. اوس هغه کس شته چې "نظر" یې درلود!
بردیایف او نور سیاسي کډوال له روسيې څخه تر شړلو وروسته برلين ته ولاړل، هلته هغه د فلسفې او دین يوه اکاډمي جوړه کړه، خو د ويمار جمهوريت اقتصادي او سياسي حالات د دې لامل شول چې دی او مېرمن يې په ۱۹۲۳ کې پاريس ته ولاړ شي. ده خپله اکاډمۍ هلته انتقال کړه او درس یې ورکړ، ویناوې او لیکلنې یې وکړې، د فرانسې او اروپا د فکري ټولنې سره د نظرونو د تبادلې لپاره یې کار کړ او په یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو کې یې ګډون وکړ.
